واشنګټن، 27 فبروري، 2025 /PRNewswire/ — د امریکا د سولې انستیتیوتThe U.S. Institute of Peace (USIP) ویاړ لري چې د سریلانکا څخه Visaka Dharmadasa د USIP سولې رامنځته کوونکو ښځو جایزې د پنځمې کلنۍ دورې ګټونکې په توګه اعلان کړي.

دغه نړیواله جایزه چې هر کال ورکول کیږي، د هغو ښځو د درناوی کولو لپاره ده چې ځانګړې ژمنتیا، رهبري او تاثیر لري او په خپلو ټولنو کې د تاوتریخوالي لرونکو شخړو د حل او د سولې رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
د USIP سرپرست مشر او اجرایه رییس سفیر George Moose وویل “Visaka د زړورتیا او پخلا کولو ښځه ده”. “د هغه چا په توګه چې له دریو لسیزو راهیسې د سولې رامنځته کوونکي په توګه کار کړی، هغې د سختو ستونزو په وړاندې سولې ته نه ستړې کیدونکې ژمنتیا ښودلې”.
د USIP د سولې رامنځته کوونکو ښځو شورا، چې د محترمو کارپوهانو او مشاورینو لخوا جوړه شوې، د پاپوا نیو ګیني څخه Lilly BeSoer او له نایجریا څخه Mairo Mandara د ګټونکي او دوه وروستي کاندیدانو په توګه غوره کړې. دا درې ښځې د 52 هېوادونو څخه د 170 څخه زیاتو نوماندانو څخه غوره شوې.
د شورا ګډو مشرانو Marcia Carlucci او Megan Beyer وویل “په سریلانکا کې ، چیرې چې شخړه د ټولنیزو ویشونو لخوا تغذیه شوې، د ویساکا فعالیت د منځګړیتوب او شفقت د ځواک ثبوت دی”
Visaka Dharmadasa د جګړې له وجې اغیزمنو شویو میرمنو د اتحادیې مشره او د عملیاتو رییسه دی، دا یو داسې سازمان دې چې د ټولنې تر مینځ خبرو اترو ته لاره هواروي او د جګړې د ترسره کولو د نړیوالو معیارونو په اړه عسکرو او د ټولنې مشرانو ته تعلیم ورکوي. د سریلانکا د کورنۍ جګړې په جریان کې، وروسته له هغه چې د هغې زوی، یو ځوان نظامي افسر، په جنګ کې د ورک شوي په توګه اعلان شو، Visaka د “په جنګ کې د ورک شویو عسکرو والدین” سازمان د یوداسې میکانیزم په توګه رامځته کړو ترڅو کورنۍ وکولای شي د خپلو هغو عزیزانو برخلیک وڅیړي کوم چې د ورک شویو په توګه اعلان شوي.
نن ورځ، د Visaka Dharmadasa سازمان د سریلانکا میرمنې ځواکمنوي او دوی په خپلو ټولنو او سیمه ایز حکومت کې د رهبرۍ فرصتونو لپاره چمتو کوي.
د USIP د “سولې رامنځته کوونکو ښځو جایزه” په اړه د معلوماتو لپاره ، لیدنه وکړئ www.usip.org/womenbuildingpeace
د USIP په اړه د معلوماتو لپاره، لیدنه وکړئ: https://www.usip.org/about
لوګو- https://mma.prnewswire.com/media/1274028/United_States_Institute_of_Peace_Logo.jpg
اړیکه ونیسئ: Paul Johnson, pjohnson@usip.org
