Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د الجزایر په شمال کې د اور لګېدو له امله ۱۲ کسان مړه او ۵۴ نور ټپیان شوي دي

    اگست 27, 2026

    د متحده عربي اماراتو مالي ملاتړ د مصر د غنمو رسولو تړون پلي کول ګړندي کوي

    اگست 27, 2026

    د کوریا د ګرځندوی سازمان راپور ورکوي چې په جولای کې ۲.۰۹ ملیون بهرني سیلانیان رسیدلي دي

    اگست 26, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    Pashto AwazPashto Awaz
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Pashto AwazPashto Awaz
    کورپاڼه » ګلوبل ټایمز: BRI ګډه پراختیا وړاندې کوي: د همکارو هېوادونو چارواکي
    PR Newswire

    ګلوبل ټایمز: BRI ګډه پراختیا وړاندې کوي: د همکارو هېوادونو چارواکي

    نوومبر 24, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    وینزو، چین، نوېمبر 23، 2023 /PRNewswire/ — د چین له خوا وړاندیز شوې د یوه کمربند او یوې لارې طرحه (BRI) د “زړه  اتصال” لرلید په واقعیت باندې اړولی دی او دا د ګډې پراختیا لاره ګرځېدلې ده، د BRI د همکارو هيوادونو سفیرانو او چارواکو د چهار شنبه په ورځ د ختيځ چین د فوجیان ولایت په فوژو کې د ګردي مېز په ترڅ کې دغه څرګندونې وکړې.

    “په چین کې د نیپال سفیر ښاغلي بیشنو پوکرا شريستا وویل، BRI د نړۍ ذهن ته بدلون ورکړی دی،” او څرګنده یې کړه چې دغه طرحه نه یوازې په ترانسپورتي برخه کې، بلکه د ذهنونو او زړونو په اتصال باندې تمرکز کوي.

    “شریستا د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، دغه لرلید او مفکوره دا مهال د لاسرسي وړ ګرځېدلې ده.”  نوموړي څرګنده کړه، نيپال له BRI څخه ډېره ګټه پورته کړې ده، او د رېلګاډي د پټلیو او سړکونو په ګډون په نیپال کې ډېرې پروژې بشپړې شوې دي چې یادې پروژې د دوه اړخیزې ګډې همکارۍ او همدارنګه د یاد هېواد د پرمختګ لامل شوې دي.

    شریستا دغه څرګندونې د یوه کمربند او یوې لارې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نړیوال کنفرانس کې د ګردي میز په ترڅ کې وکړې، چې د نړۍ د سوداګرۍ او صنایعو له خونې، د صنعت له اتحادیو او نورو ټولنیزو سازمانونو سره د اصلي ګډون کوونکو په توګه د نړۍ په کچه د همکارۍ او تبادلې لومړی پلټ فارم دی. دغه کنفرانس، چې هر کال ترسره کیږي، موخه یې د BRI د همکارۍ  له پرمختګ سره د سوداګرۍ د خونې د سرچینو کارول او د نړیوالو همکاریو د نوو فرصتونو لټول دي.

    په چین کې د سومالیا سفیر، اولي علي کولانی، د ګردي میز په ترڅ کې وویل، BRI د هغې نړۍ لپاره یو فرصت دی چې اوس سره وصله ده، او د دغې طرحې ظرفیت نامحدوده دی، نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د کووېډ19 وبا د دغې طرحې پروسه ځنډولې ده، اما په دې سره د دا ډول نړيوالې پروژې ارزښت لا څرګند شوی دی.

    په چین کې د سریلانکا د سفارت شارژدافیر، کادیرکامو کنډاسامي یوګانادان، د BRI تر چتر لاندې د بندرونو، هوایي ډګرونو او چټکو لار په ګډون د یو شمیر زیربنایي پروژو یادونه وکړه. یوګانادان د کلمبو د بندر پروژه د بېلګې په توګه یاده کړه او څرګنده یې کړه چې دغه پروژه له عصری پایښت لرونکي ډیزاین او د ښار د له ځیرکو مفکورو څخه په استفادې سره رغول کېږي چې د معلوماتي تکنالوژۍ په صنعت، د مالي خدماتو او ترانسپورت او لوجستيک په برخه کې د پانګونې فرصتونه چمتو کوي.

    په بیجېنګ کې د عربي هېوادونو د اتحادیې شارژدافیر احمد شعیب څرګنده کړه چې په BRI کې ګډون کوونکي عرب هېوادونه له چین سره د پراخه تعامل ښکارندويي کوي. دغه طرحه د نړيوالې همکارۍ د ځواک څرګندويي کوي چې دا له یو او بل سره داسې د اتصال ځواک ګڼل کېږي چې له ملي او توکمیزو پولو څخه تېرېږي.

    شعیب څرګنده کړه چې د چین او عرب هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هم د BRI طرحې یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې د کلتوري، سیلانیزې او هنري همکارۍ څرګندويي کوي.

    BRI د چین او عربي هېوادونو د خلکو تر منځ د یووالي نښه ده. شعیب همدارنګه زیاته کړه، دغه طرحه د سړکونو او پلونو د رغولو تر څنګ کولای شي همېشنۍ، لا بریالۍ او لا همغږې ګډې همکاري رامنځ ته کړي.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2284249/BRI_offers_common_development_officials_partner_countries.jpg

    اړیکه: یو ژانګ، zhangyu@huanqiu.com

    مربوطه لیکنې

    :Xinhua Silk Road د افریقا د ځوانانو د رسنیو پلاوي د چین په مرکزي هونان ولایت کې د چین او افریقا د همکارۍ نوې لارې چارې لټوي

    اگست 22, 2026

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د الجزایر په شمال کې د اور لګېدو له امله ۱۲ کسان مړه او ۵۴ نور ټپیان شوي دي

    اگست 27, 2026

    د متحده عربي اماراتو مالي ملاتړ د مصر د غنمو رسولو تړون پلي کول ګړندي کوي

    اگست 27, 2026

    د کوریا د ګرځندوی سازمان راپور ورکوي چې په جولای کې ۲.۰۹ ملیون بهرني سیلانیان رسیدلي دي

    اگست 26, 2026

    اروپايي اتحادیه په ټوله مرکزي افریقا کې د PCR ازموینې لپاره د 2.1 ملیون یورو پانګونې سره د ایبولا غبرګون پراخوي

    اگست 25, 2026

    د ایران د بندیزونو په منځ کې د برینټ خام تیلو بیه د ۲٪ کمښت وروسته ثابته شوه

    اگست 25, 2026

    د علي بابا د ۸۰ ملیارد هانګ کانګ ډالرو پانګونې راټولولو سره د مصنوعي ذهانت او کلاوډ سکتور وده کوي

    اگست 24, 2026

    خلیجي هېوادونو په څلورو میاشتو کې نږدې ۲۲۰۰۰ پاکستانیان له خپلې خاورې ایستلي دي

    اگست 22, 2026

    په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدو په ګڼو ولایتونو کې د ۷۰،۰۰۰ واکسینو ځای پرځای کولو ته لار هواره کړه

    اگست 21, 2026
    © 2023 Pashto Awaz | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.